ایکنانیوز د Gnews په حواله راپور راکوي،، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت اعلان کړی چې د حج د سمارټ کارتونه، چې د «نسک» په نوم یادیږي او د مجاز حاجیانو د غیر قانون والوڅخه د بېلولو په موخه کارول کیږي، د صادرولو لړۍ ئې پیل شوې ده.
دا پروسه د سږ کال د حج موسم له پیله څو اوونۍ وړاندې پیل شوې او تر اوسه له یو لک پنځوس زرو څخه زیات دغه ډول کارتونه صادر شوي دي.
دا سمارټ کارت اړین معلومات لکه د مکې، مدینې او نورو مقدسو ځایونو موقعیتونه او د خدماتي شرکتونو د اړیکو معلومات لري. دا د حاجیانو لارښوونه اسانوي او د ورکېدو خطر کموي.
دا کارت د حاجیانو ټول طبي ریکارډونه هم لري. چارواکي وايي چې دغه کارت له ځان سره لرل د حج په موسم کې د ټولو حاجیانو لپاره لازمي دي. د کارت چاپ کول تر هغو دوام لري چې د حج پورې اړوند ټول جوازونه او ویزې صادرې شي.
دا کارتونه د لوړ کیفیت او خوندیتوب معیارونو سره چاپ کیږي. د دوی امنیتي ځانګړتیاوې د غیرقانوني کاپي کولو مخه نیسي. دا کارت د حاجي د قانوني والی ښودنه کوي. بهرني حاجیان دا کارتونه سعودي عربستان ته د واریدیدا پر مهال ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې کورني حاجیان یې د حج موسم له پیل وړاندې د خدماتي شرکتونو له لارې ترلاسه کوي.
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت له دې وړاندې د اپریل ۲۹ (د غوايي ۹) د بهرنیو عمرې کونکو لپاره د دې هیواد څخه د وتلو وروستۍ نیټه ټاکلې وه، ځکه چې دا وزارت د روان کال د جون په پیل کې د حج د تیاریو لپاره خپلې هڅې زیاتوي.دغه وزارت ویلي چې له دې نیټې وروسته پاتې کېدل خلاف ورزي ګڼل کیږي او خلاف ورزي کونکی به قانوني سزاګانو سره مخ شي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې د ځینو بهرنیو حاجیانو له خوا د عمرې ویزې له مودې وروسته د پاتې کېدو او په مکه او شاوخوا کې د غیرقانوني حج د ادا کولو هڅو په اړه اندېښنې شته. دې وزارت له اشخاصو او د عمرې شرکتونو غوښتي چې د زائرینو د وتلو په اړه ټاکل شوي مقررات مراعات کړي.
تېر کال د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر د «نسک» اپلیکیشن تازه شوی نسخه معرفي کړه چې پکې ۱۰۰ نوي خدمتونه اضافه شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4278652